المائدة ۱۸

وَقَالَتِ الْيَهُودُ وَالنَّصَارَى نَحْنُ أَبْنَاءُ اللَّهِ وَأَحِبَّاؤُهُ قُلْ فَلِمَ يُعَذِّبُكُمْ بِذُنُوبِكُمْ بَلْ أَنْتُمْ بَشَرٌ مِمَّنْ خَلَقَ يَغْفِرُ لِمَنْ يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَنْ يَشَاءُ وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ

اووائی یهود او نصاریٰ مونږ نازولی د اللّه تعالٰی یو او دوستان د اللّه تعالٰی یو اوایه پس ولی عذاب درکوی تاسوته په گناهونو بلکه تاسو بندگانی يئ دهغه چانه چه پیداکړی دی اللّه تعالٰی بخنه کوی هغه چاله چه اوغواړی اوعذاب ورکوی چاته چه اوغواړی، اوخاص اللّه تعالٰی لره بادشاهی د آسمانونو او دځمکی ده او دمینځ ددی دواړو اوخاص هغه ته دی گرځیدل -

دابل رد دی په عقیده د اهل کتابو (چه یهود اونصاریٰ دی) اوشاره ده لکه چه دوی افراط کړی وؤ په باره د عیسیٰ او عزیر علیهم السلام کښی نو داسی دوی افراط کوؤ دخپل ځانونوباره کښی دپاره دتزکیی او غوره والی ښکاره کولو په نورو خلقو اودپاره ددی چه څوک په دوی باندی هیڅ قسم طعن او اعتراض اونه کړی نودوی وئیل (نَحْنُ أَبْنَاءُ اللَّهِ وَأَحِبَّاؤُهُ) په دی سره دوی خپل عصمت ثابتولو ، په دی قول کښی ډیرتوجیهات دی اول دا چه دا دعویٰ ددوی په تشبیه باندی بنا ده یعنی اللّه تعالٰی په مونږباندی په شان دپلار شفقت کؤونکی دی اومونږدهغه خواص او مقربین یو په شان د ځامنو پلار ته او احبائه دهغی تفسیردی ، دوهمه توحیه، الوسی وئیلی دی چه دتورات او انجيل په اصطلاح کښی ابن تابعدار او مقرب او دوست ته وئیلی کیدلو اوالوسی په روح المعانی دهغوی نه ډیر عبارتونه په دی طریقی سره نقل کړی دی (قُلْ فَلِمَ يُعَذِّبُكُمْ بِذُنُوبِكُمْ) په دی قول سره ددوی په څلورطریقو سره رد دی اوله داده چه پلار خپل خوږ ځوی او دوست خپل محبوب دوست ته خوعذاب نه ورکوی اوتاسوله خو اللّه تعالٰی ډیرعذابونه درکړی دی په مسخ سره، په غرونوپورته کولوسره ، په تذلیل او پریشان کولو سره اوپه مقتضیٰ دقول ددوی سره چه ( لَن تَمَسَّنَا النَّارُ إِلَّا أَيَّامًا مَّعْدُودَةً) سره او يُعَذِّبُ مضارع په معنیٰ دماضی ده (بَلْ أَنْتُمْ بَشَرٌ) دا دوهمه طریقه ده رد دقول د هغوی یعنی ابنیت د اللّه تعالٰی خو وتل دی دبشریت نه اوتاسوخوبشرئی (وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ) دادریمه طریقه درد ده یعنی مملوک یئ د اللّه تعالٰی اوراگیریئ په آسمانونو او ځمکو کښی (وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ) داڅلورمه طریقه د رد ده یعنی په آخرت کښی دهغه دملک او مشیت نه نشی بهرکیدلی بلکه دجزا او سزا دپاره هغه ته ورگرځیدل دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل