المائدة ۱۷

لَقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ قُلْ فَمَنْ يَمْلِكُ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا إِنْ أَرَادَ أَنْ يُهْلِكَ الْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَأُمَّهُ وَمَنْ فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ

یقیناً‌ کفرکړی دی هغه کسانوچه وائی یقیناً اللّه تعالٰی (واکدار) هغه خو مسیح ځوی دمریم دی اوایه پس څوک اختیارلری په مقابله د اللّه تعالٰی کښی دڅه څیز که اوغواړی اللّه تعالٰی چه مړه کړی مسیح ځوی دمرم او مور دهغه اوهغه څوک چه په ځمکه کښی دی ټول او خاص اللّه تعالٰی لره بادشاهی د آسمانونو او دځمکی ده او دمینځ ددی دواړو پیدا کوی څه چه اوغواړی او اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی قدرت لری -

دامتعلق دی د ( يُبَيِّنُ لَكُمْ كَثِيرًا آه) سره اورد دی په یوه ډله داهل کتابوچه نصاریٰ دی چه هغوی ته په انجیل کښی عبدیت د عیسیٰ علیه السلام بیان شوی وؤ اوهغه دوی پټ کړو او الوهیت د عیسیٰ علیه السلام ئی خپل دین اوگرځوؤ نوقرآن هغه خبره ښکاره کړه اوحکم ئی اوکړو چه دا قول او عقیده خو کفردی چه څوک عیسیٰ علیه السلام ته الٰه وائی دا قول دیعقوبیه ډلی وؤ دنصاریٰ نه ددوی مقصد داوؤ چه اللّه تعالٰی په عیسیٰ علیه السلام کښی حلول کړی دی (قُلْ فَمَنْ يَمْلِكُ) نوپه څلورو طریقو سره ددغی عقیدی تردید کوی اوله طریقه داده چه دا عالم سره د عیسیٰ علیه السلام سره فناکیدونکی دی اوڅوک دفنا کیدلو نه بچ کوؤنکی نیشته نو عیسیٰ علیه السلام هم فنا کیدونکی دی اودفنا نه ځان او نورخلق هم نشی بچ کولی نوڅنگه مدبر او الٰه کیدی شی ، یملک په معنیٰ د دیقدر او یستطیع یا یمنع سره دی (مِنَ اللَّهِ) نه مراد عذاب اللّه یا من امراللّه (وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ) دادوهمه طریقه ده چه نظام چلوؤنکی د ټول عالم اللّه تعالٰی دی او عیسیٰ علیه السلام خو په مابینهما کښی داخل دی نوهغه رعیت او مملوک دی الٰه نه دی (يَخْلُقُ) دا دریمه طریقه ده یعنی عیسیٰ علیه السلام خلق په معنیٰ دایجاد سره نشی کولی هغه صرف صورت جوړوؤ اوصرف مرغئ ئی جوړولی هرڅیزمایشاء ئی نشو جوړولی (وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ) داڅلورمه طریقه ده چه اللّه تعالٰی خوقدرت مطلقه لری چه بغیر داصل نه خلق کولی شی لکه آسمانونه اوځمکه شوه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل