المائدة ۱۶

يَهْدِي بِهِ اللَّهُ مَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَهُ سُبُلَ السَّلَامِ وَيُخْرِجُهُمْ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِهِ وَيَهْدِيهِمْ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ

خودنه کوی په دی سره اللّه تعالٰی هغه چاته چه تابعداری کوی درضا د اللّه تعالٰی دلارو د سلامتیا اواوباسی دوی لره د تیارونه رنړا ته په حکم دخپل سره اورسوی دوی لره لاری نیغی ته -

په دی کښی دری فائدی دآخری رسول درالیږلو یادقرآن دپاره ئی ذکرکړی دی (يَهْدِي بِهِ) دااوله فائده ده اوضمیردبهِ قرآن یا رسول ته راجع دی هریو سبب دهدایت الٰهیه دی (مَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَهُ) دا قید ئی ددی وجی نه ذکرکړی دی چه مراد دیهدی نه ایصال الی المطلوب او توفیق دی (سُبُلَ السَّلَامِ) سلام نوم د اللّه تعالٰی دی یامراد ددی نه سلامتیا دعذاب دجنهم ده اوسلامتیا ده دټولو آفاتونه او هغه جنت دی ، دوهمه فائده (يُخْرِجُهُمْ مِنَ الظُّلُمَاتِ) مراد ددی نه ظلمات او نورگناهونه معنویه دی یعنی تیاری دشرک او کفر اودبدعاتو رسوماتو اونورگناهونونه دقرآن او رسول په وجی سره نجات حاصلیږی - (بِإِذْنِهِ) اشاره ده چه داخراج دظلماتونه په معنیٰ دتوفیق سره دی اودهغه دپاره اذن د اللّه تعالٰی شرط دی ، یهدی سره ئی دا ذکر نه کړوځکه چه هلته ئی یِهِ‌ دسببیت ذکرکړی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل