يَا أَهْلَ الْكِتَابِ قَدْ جَاءَكُمْ رَسُولُنَا يُبَيِّنُ لَكُمْ كَثِيرًا مِمَّا كُنْتُمْ تُخْفُونَ مِنَ الْكِتَابِ وَيَعْفُو عَنْ كَثِيرٍ قَدْ جَاءَكُمْ مِنَ اللَّهِ نُورٌ وَكِتَابٌ مُبِينٌ
ای کتاب والو: یقیناً راغلی دی تاسوته رسول ځمونږ (ښکاره) بیانوی تاسوته ډیری (مسئلی) دهغی نه چه تاسوپټولی دکتاب د اللّه تعالٰی نه اومخ اړوی دډیرونه یقیناً راغلی وی تاسوته دطرف د اللّه تعالٰی نه رنړا اوکتاب واضح بیان والا -
ددی آیت نه ددی حصی دوهم باب دی تر ۴۱ پوری په دی کی ذکر د احوال تفصیلیه دکتابیانو دی چه نقض دعهد ئی کړی وؤ په دی دوه خطابات داهل کتابو اویو خطاب دایمان والو ذکردی - په دی (۱۵) کښی خطاب دی اهل کتابوته دپاره داطاعت د آخری رسول اودقرآن په ذکر دعظمت شان درسول دقرآن (يَا أَهْلَ الْكِتَابِ) کتاب په معنیٰ د جنس دکتاب دی که تورات وی او که انجیل وی نوشامل دی یهود او نصاریٰ دواړوته (وَيَعْفُو عَنْ كَثِيرٍ) دعفونه مراد پریخودل او اعراض دی دبیان دهغی نه اومراد ددی نه هغه مسائل دی چه دآخری دین سره ئی تعلق نیشته بلکه په دی دین کښی هغه منسوخ دی او دواړه طرف ته خو کثرت نشی کیدلی نومراد ددی نه کثرت فی نفسه دی (قَدْ جَاءَكُمْ مِنَ اللَّهِ) داترغیب دی قرآن ته په ذکرد دوه صفتونو دهغه اول نوریعنی قرآن نور دی چه په سبب دده سره حق واضح کیږی اوتیاری دجهل زائله کیږی (وَكِتَابٌ مُبِينٌ) داعطف دصفت دی په صفت باندی اوموصوف یودی (مبین) لازمی او متعدی دواړه معنی لری په ځپله په کښی احکام ښکاره دی یا ښکاره کوؤنکی دی -