وَمِنَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّا نَصَارَى أَخَذْنَا مِيثَاقَهُمْ فَنَسُوا حَظًّا مِمَّا ذُكِّرُوا بِهِ فَأَغْرَيْنَا بَيْنَهُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ وَسَوْفَ يُنَبِّئُهُمُ اللَّهُ بِمَا كَانُوا يَصْنَعُونَ
اود دغه کسانونه چه دوی وائی بیشکه مونږنصاریٰ یو، واخیسته مونږپخه وعده دهغوی نه پس هیره کړه دوی یوه برخه دهغی نه چه بیان کړی شوی ده دوی ته پس راپورته کړه مونږ په مینځ ددوی کښی دشمنی (په ظاهرکښی) او کینه (په زړه کښی) ترورځ دقیامت پوری اوزردی خبربه ورکړی دوی ته اللّه تعالٰی په هغه کارونو چه دوی ئی کوی -
په دی ذکرد دوهمی نمونی د بی لوظئ دی دهغوی بی لوظئ ئی ذکر کړه اویو عذاب دنیوی ئی ذکرکړی دی او داذکر دی د حال دنصاریٰ روستو دحال دیهودیانونه (قَالُوا إِنَّا نَصَارَى) په قالوا کښی اشاره ده چه نصاریٰ نوم دی خلقو ځان دپاره په خپله ایخودلی وؤ په دی دعویٰ سره چه مونږ د عیسیٰ علیه السلام نصرت کوؤنکی یو ، دانوم ددوی د طرف د اللّه تعالٰی نه، نه دی خومراد په دی هغه نصاریٰ دی چه بی لوظی ئی کړی ده (فَنَسُوا حَظًّا) دلته نقض عهد ئی په طریقه دنسیان ذکرکړو ځکه ددوی بی لوظی داول وخت نه یهودیانوپه شان ښکاره نه وه بلکه دجهل دوجی نه وه اوبی لوظو دیهودو سرهٔ دعمل نه ده او(حَظًّا مِمَّا ذُكِّرُوا) کښی مراد مسئله دتوحید ده (فَأَغْرَيْنَا بَيْنَهُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ) اغراء ماخوذ دی د غِرا نه سریش او جولی ته وئيلی شی یعنی دشمنی په دوی کښی داسی پیدا شوه چه یوبل پوری دبغض او د حسد دوجی اونختل یاهغه دشمنی په دوی پوری اونختله، اشاره ده چه په دوی کښی فرقه بازی دیهودیانونه ډیره پیدا شوه اول په دوی کښی یعقوبیه نسطوریه اوملکانیه پیداشول په باره د عیسیٰ علیه السلام کښی اوبیانوری ډلی ددوی نه پیداشوی اوډیراختلاف او جنگ جگړی په دوی کښی پیداشوی - (إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ) مراد ددی نه وخت دنزول د عیسیٰ علیه السلام دی اوهغه زمان قریب ده ورځ دقیامت ته -