فَبِمَا نَقْضِهِمْ مِيثَاقَهُمْ لَعَنَّاهُمْ وَجَعَلْنَا قُلُوبَهُمْ قَاسِيَةً يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَنْ مَوَاضِعِهِ وَنَسُوا حَظًّا مِمَّا ذُكِّرُوا بِهِ وَلَا تَزَالُ تَطَّلِعُ عَلَى خَائِنَةٍ مِنْهُمْ إِلَّا قَلِيلًا مِنْهُمْ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاصْفَحْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ
پس په وجه دماتولود دوی لوظ خپل لعنت اوکړو مونږپه هغوی او اوگرځول مونږزړونه دهغوی سخت بدلول کلمی اللّه تعالٰی د (مناسب) ځایونونه اوهیره کړه دوی حصه لویه دهغی نه چه بیان شوی وو دهغی اوهمیشه به ته خبریږی په خیانت (نقصان) ددوی نه مگرلږ ددوی نه پس معافی کوه ددوی نه اومخ واړوه (دملامته کولو ددوی نه) یقیناً اللّه تعالٰی خوښوی احسان کؤونکی -
په دی کښی ذکردپنځه عذابونو دنیویه دی په سبب دلوظ ماتولو سره (قَاسِيَةً) چه په هغوی کښی هیڅ وعظ او تخویف او بشارت اثرنه کوی اوحسنة ته سیئة او سیئة ته حسنة وائی (يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ) دااثرقسوة قلب دی ددی وجی نه بغیردعطف نه ئي ذکرکړو او مراد ددی نه تحریف معنوی دی یعنی داسی تاویلونه کوی چه په هغی سره شرک، کفر اوبدعات او گناهونه ثابتوی داسی په سورة بقره ۷۵ کښی هم راغلی دی (عَنْ مَوَاضِعِهِ ) مراد ددی نه معانی مناسبه (حقیقی) دی نوتحریف معنوی ا وتفسیرپه رایئ مذموم سره مراد دی (وَنَسُوا حَظًّا) دتورات او انجیل هغه حصه چه په هغی کښی توحید او ذکردرسالت دآخری رسول وؤ هغه دوی داسی پریخودل لکه چه نسیا منسیا وی اگرچه بعضی حصه منی نومصداق دی ددی قول (أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ) یا داچه تحریف دوجی نه ددوی قوت حافظه خرابه شوه نو د کتاب اللّه او ددین الٰهی ډیره حصه ترینه هیره شوه (فَاعْفُ عَنْهُمْ) داضمیرراجع دی قلیلا (مؤمنانو) ته یاراجع دی ناقضینو دعهد ته اومراد عفو نه عفو ده دهغه جرم نه چه ستاپه حق کښی ئی کړی دی یعنی دهغی بدله ترینه مه آخله لکه چه نبی ﷺ سحر کوؤنکی په هغه باندی اوزهر ورکوؤنکی ښځه معاف کړی وو (وَاصْفَحْ) مراد ددی نه سره دعفوی نه مخ گرځول دی دهغو دملامته کولو نه -