المائدة ۱۲

وَلَقَدْ أَخَذَ اللَّهُ مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَائِيلَ وَبَعَثْنَا مِنْهُمُ اثْنَيْ عَشَرَ نَقِيبًا وَقَالَ اللَّهُ إِنِّي مَعَكُمْ لَئِنْ أَقَمْتُمُ الصَّلَاةَ وَآتَيْتُمُ الزَّكَاةَ وَآمَنْتُمْ بِرُسُلِي وَعَزَّرْتُمُوهُمْ وَأَقْرَضْتُمُ اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا لَأُكَفِّرَنَّ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَلَأُدْخِلَنَّكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ فَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ مِنْكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاءَ السَّبِيلِ

او یقیناً‌ اخیستی دی اللّه تعالٰی پوخ لوظ د بنی اسرائیلو نه اولیږلی دی مونږ ددوی نه دولس مشران (ممبران) او ویلی ؤو اللّه تعالٰی چه یقیناً زه ستاسو ملگری یم که تاسو پابندی کوی دمانځه او ورکوئ زکوٰة او ایمان مو اولرلو په رسولانو ځما او امداد مو اوکړو ددوی او قرض مو ورکړو اللّه تعالٰی ته قرض په اخلاص خامخا لری به کړم ستاسونه بدی ستاسو اوخامخا داخل به کړم تاسو جنتونو ته چه بهیږی لاندی دهغی نه ولی پس چاچه کفر اوکړو روستو ددی ستاسو نه پس یقیناً غلط شو دبرابرلاری نه -

دا متعلق دی داوفوبالعقود سره یعنی ذکر کوی حال دوفا نه کوؤنکو (ناقضین دعهد) چه هغه یهودیان دی ، نودا اوله نمونه ده دپاهر دبی لوظئ کوؤنکی په طریقه دتخویف دنیوی سره په ذکر دپنځه لوظونو اوبیا پنځه عذابونه دنیوی په سبب دبی لوظئ سره (نَقِيبًا) تفتیش کوؤنکی د حالاتو دبنی اسرائیلو اوهغه ته کفیل او امین او ضامن هم وئیلی شی ، دولس خاندانونه وؤ دبنی اسرائیلو نو دهریو خاندان داصلاح او نظم ونسق جوړلودپاره یویو نقیب مقرر وؤ اوداپه دوی کښی هروخت موجود وؤ او ددوی نومونه قرطبی او ابن کثیر لیکلی دی (إِنِّي مَعَكُمْ) دسلف صالحینواجماع ده چه مراد ددی نه معیت خاصه دی په نصرة او معونت سره (لَئِنْ أَقَمْتُمُ الصَّلَاةَ) داتفصیل دمیثاق دی په ذکر دپنځه اموروسره - (وَآمَنْتُمْ بِرُسُلِي) ټول رسولان بغیر دتفریق نه منل اودهغوی تصدیق کول (وَعَزَّرْتُمُوهُمْ ) دالفظ چه دنصرة سره یوځای ذکر شی نودیوبل په معنیٰ سره وی یعنی نصرت او مدافعت کول ددین دهغه نه د شبهاتو دخلقو او دشمنانو اودااشاره ده دعوت او جهاد کولوته (وَأَقْرَضْتُمُ اللَّهَ) د زکوٰة نه روستو دقرض نه مراد انفاق فی سبیل اللّه دی ځکه چه ددعوت او جهاد سره دانفاق ډیرضرورت دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل