يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ هَمَّ قَوْمٌ أَنْ يَبْسُطُوا إِلَيْكُمْ أَيْدِيَهُمْ فَكَفَّ أَيْدِيَهُمْ عَنْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ
ای ایمان والو: یاودوئ نعمت د اللّه تعالٰی په تاسوباندی کوم وخت چه قصد اوکړو یوقوم چه اوږده کړی تاسوته لاسونه خپل پس بندئی کړل لاسونه دهغوی ستاسونه ، ا واویریږئ د اللّه تعالٰی نه اوخاص په اللّه تعالٰی دی پس ځان اوسپاری مؤمنان -
داهم ترغیب دی ایفاء بالعقود ته په ذکردنعمت دحفاظت سره د دشمنانونه او بشارت دنیویه دی روستو دآخروی بشارت نه (إِذْ هَمَّ قَوْمٌ) داشامل دی واقعه دغزوه عسفان ته چه مشرکینو اراده کړی وه چه په دی مؤمنانو حمله کوؤ په وخت دمونځ ددوی کښی نو صلوٰة خوف نازل شو او واقعه داعرابی چه په رسول اللّٰه ﷺ باندی ئی توره راویستلی وه اوبیائی ایمان راوړلو اوواقعه دبنی نضیرو چه نبی ﷺ هغوی ته په باره دصلح کښی ورغلی وؤ اودوی اراده دقتل دهغه اوکړله لیکن اللّه تعالٰی بچ کړلو اودعموم وجی نه په دی کښی مراد مغلوبیت دکافرانو او محفوظیت او امن د مؤمنانو په هردور کښی دی دالوی نعمت د اللّه تعالٰی دی (وَاتَّقُوا اللَّهَ) اشاره ده چه داسی نعمت حاصلیږی په تقویٰ او توکل علی اللّه سره -