المائدة ۱۹

يَا أَهْلَ الْكِتَابِ قَدْ جَاءَكُمْ رَسُولُنَا يُبَيِّنُ لَكُمْ عَلَى فَتْرَةٍ مِنَ الرُّسُلِ أَنْ تَقُولُوا مَا جَاءَنَا مِنْ بَشِيرٍ وَلَا نَذِيرٍ فَقَدْ جَاءَكُمْ بَشِيرٌ وَنَذِيرٌ وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ

ای کتاب والو: یقیناً راغلی دی تاسوته رسول ځمونږ بیان کوی تاسو په وخت د بندیدلو د سلسلی د رسولانو کښی چه اونه وایئ‌ چه نه ؤو راغلی مونږ ته څوک زیری ورکؤونکی اونه ویره ورکؤونکی پس یقیناً راغی تاسوته زیری درکؤونکی اوویره درکؤونکی - او اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی قدرت لرونکی دی -

داتکرار دخطاب دی چه ارسال ددی رسول دپاره ددفع کولو دعذر دخلقو دی اوپه دی سره دفع کول دیووهم دی هغه دادی چه دوی وئیل چه زمونږپه کتابونوکښی متاشبهات دی دهغی وجی نه عیسیٰ علیه السلام ته الٰه وایو اوځان ته ابناء اللّه وایو. حاصل دجواب دادی چه رسول تاسوته رالیږلی شوی دی هغه محکمات پیش کړی دی تاسوته اوبیان کړی ئی دی اوطریقه دعمل په متشابهاتوباندی درخودلی ده نواوس هیڅ عذر مه کوئ (يُبَيِّنُ لَكُمْ) مفعول ددی حذف دی ددی وجی نه چه مخکښی تیرشوی دی (کثیرامماکنتم تخفونه) یا الشرائع و الاحکام (عَلَى فَتْرَةٍ مِنَ الرُّسُلِ) دفتور نه ماخوذ دی سست کیدل او سکون اوانقطاع ته وئیلی شی یعنی په داسی زمانه کښی چه شرائع دمخکنوانبیاؤ باندی عمل کول سست شوی وؤ اومنقطع شوی وؤ دهغی اٍثار هم ختم شوی وؤ ځکه چه دانبیاؤ سلسله قطع شوی وه اوټول عالم په هدایت کښی اخری رسول ته محتاج وؤ نوداسی وخت کښی اللّه تعالٰی دی را اولیږلو اود عیسیٰ علیه السلام او د محمدﷺ په مینځ کښی دمدت اختلاف دی یو قول داچه شپږسوه کلونه دی دوهم پنځه سوه او شپیته کاله (أَنْ تَقُولُوا) کراهیة ان تقولوا یا لئلا تقولو اول قول دبصریانو او دوهم دکوفیانو دی (فَقَدْ جَاءَكُمْ) ددی نه مخکښی عبارت پټ دی یعنی (فلاتعتذرو ا بهٰذالعذر) دغه بهانه مه کوئ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل