فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَاعْتَصَمُوا بِهِ فَسَيُدْخِلُهُمْ فِي رَحْمَةٍ مِنْهُ وَفَضْلٍ وَيَهْدِيهِمْ إِلَيْهِ صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا
پس هغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی په اللّه تعالٰی او مضبوط ئی اونیوو داقرآن پس داخل به کړی دوی لره په خاص رحمت خپل کښی اوزیات ثواب کښی اوروان به کړی اللّه تعالٰی دوی لره ځان طرف ته په نیغه لاره -
دابشارت دی منونکوته (وَاعْتَصَمُوا بِهِ) ضمیرراجع دی اللّه تعالٰی ته یا برهان یانور ته ټول توجیهات جائز دی (رَحْمَةٍ) مراد ددی نه جنت دی په آخرت کښی اوفضل زیات ثوابونه دی یامراد درحمت نه هدایت دایمان اوفضل نه مراد کمال ددین دی (وَيَهْدِيهِمْ) داپه دنیا کښی دی -