النساء ۱۷۶

يَسْتَفْتُونَكَ قُلِ اللَّهُ يُفْتِيكُمْ فِي الْكَلَالَةِ إِنِ امْرُؤٌ هَلَكَ لَيْسَ لَهُ وَلَدٌ وَلَهُ أُخْتٌ فَلَهَا نِصْفُ مَا تَرَكَ وَهُوَ يَرِثُهَا إِنْ لَمْ يَكُنْ لَهَا وَلَدٌ فَإِنْ كَانَتَا اثْنَتَيْنِ فَلَهُمَا الثُّلُثَانِ مِمَّا تَرَكَ وَإِنْ كَانُوا إِخْوَةً رِجَالًا وَنِسَاءً فَلِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الْأُنْثَيَيْنِ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ أَنْ تَضِلُّوا وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ

تپوس کوی دوی ستانه ، اوایه: اللّه تعالٰی حکم درکوی تاسوته په باره دمونډوتی میراث کښی که یوسړی مړشو نه ؤو دده لره اولاد اوده لره خور وه پس دی لره نیمه دهغه مال ده چه پریخودلی وی او دا رور وارث دی دټول مال دښځی که نه وی هغه لره هیڅ اولاد ، پس که وی دا دواړه دوه خویندی پس دی دواړو لره دوه دریمی دی دهغه نه چه پریخودلی دی اوکه وی دوی رونړه خویندی نارینه او زنانه پس نارینه لره په شان د دوو زنانو دی بیانوی اللّه تعالٰی تاسوته گمراهی (دهدایت نه جدا) او اللّه تعالٰی په هرڅیز پوهه دی -

دا آیت تنویر دی په مسئله دمیراث اودامثال د صراط مستقیم او دنورانیت دی چه په باره دمیراث کښی ده ، جاهلیت نه خلاف کول نیغه لارده - په دی آیت کښی د اعیانی او علاتی رور او خور د حصو ذکر دی اودهغی تفسیر مخکښی تیرشوی دی اوپه دی آیت کښی دمیراث څلور مسئلی دی - کلالة هغه سړی ته وئیلی شی چه په اصولو کښی ئی پلار نیکه نه وی او په فروعو کښی ځوی او لمسی نه وی (أَنْ تَضِلُّوا) د یومعنیٰ داده چه گمراه نشئ دلته لا پټ دی - دوهمه معنیٰ داده بیان کوی اللّه تعالٰی گمراهی لره دهدایت نه، ان تضلوا په تاویل دمصدر سره دی اومقابل ئی پټ دی یعنی الهدایة -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل