النساء ۱۶۵

رُسُلًا مُبَشِّرِينَ وَمُنْذِرِينَ لِئَلَّا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللَّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا

(لیږلی دی مونږ) رسولان زیری ورکؤونکی او ویره ورکؤونکی ددی دپاره چه نه وی خلقو لره په اللّه تعالٰی باندی هیڅ بهانه پس دلیږلو درسولانونه - او دی اللّه تعالٰی زورآور حکمتونووالا -

په دی کښی مقصد او حکمت د رالیږلود رسولانو ذکردی یعنی دفع دعذر دخلقو لکه سورة طٰهٰ (۱۲۴) اوقصص (۴۷) کښی دی (حُجَّةٌ) په معنیٰ دمعذرت او بهانه سره دی ځکه که اللّه تعالٰی رسولان نه وی رالیږلی نوبیاهم په هغه باندی هیچا حجت نشو قائم کولی هان معذرت د اللّه تعالٰی په نزد باندی قبول وی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل