لَكِنِ اللَّهُ يَشْهَدُ بِمَا أَنْزَلَ إِلَيْكَ أَنْزَلَهُ بِعِلْمِهِ وَالْمَلَائِكَةُ يَشْهَدُونَ وَكَفَى بِاللَّهِ شَهِيدًا
لیکن اللّه تعالٰی گواهی کوی په هغه کتاب چه نازل کړی دی تاته نازل کړی دی په علم خپل سره اوملائک گواهی کوی اوپوره دی اللّه تعالٰی گواهی کؤونکی -
داد آیت (۱۵۳) سره تعلق لری یعنی داخلق که دقرآن په باره کښی شک کوی لیکن اللّه تعالٰی اوملائک ددی په صدق باندی گواه دی (أَنْزَلَهُ بِعِلْمِهِ) یا دملابست ده حال دی مفعول د انزله نه یعنی قرآن مشتمل دی په علم د اللّه تعالٰی باندی یاحال دی دفاعل دانزله نه -