وَرُسُلًا قَدْ قَصَصْنَاهُمْ عَلَيْكَ مِنْ قَبْلُ وَرُسُلًا لَمْ نَقْصُصْهُمْ عَلَيْكَ وَكَلَّمَ اللَّهُ مُوسَى تَكْلِيمًا
او وحی کړی ده مونږډیرو رسولانوته چه بیان کړی دی مونږپه تاباندی مخکی ددینه اوډیررسولانوته چه نه دی بیان کړی دی مونږپه تاباندی اوخبری کړی دی اللّه تعالٰی موسیٰ علیه السلام سره خبری کول -
دډیرورسولانو تفصیلی بیان او نومونه اللّه تعالٰی خپل آخری نبی ﷺ ته نه دی بیان کړی (معلومه شوه چه هغه ته علم کلی نه دی ورکړی شوی) هان په شماری دپیغمبرانو باندی یوروایت کمزوری شته چه یولاکهه او څلیریشت زره دی (تَكْلِيمًا) په دی مصدرکښی اشاره ده چه داد کلام الٰهی یو خاص قسم وؤ صرف وحی نه وه اودا کلام حقیقی دی صفت د اللّه تعالٰی دی اوپه دی کښی اشاره ده چه نوره وحی د موسیٰ علیه السلام (بغیردتوراة نه) هم لږه لږه نازلیدله -