النساء ۱۶۳

إِنَّا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ كَمَا أَوْحَيْنَا إِلَى نُوحٍ وَالنَّبِيِّينَ مِنْ بَعْدِهِ وَأَوْحَيْنَا إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطِ وَعِيسَى وَأَيُّوبَ وَيُونُسَ وَهَارُونَ وَسُلَيْمَانَ وَآتَيْنَا دَاوُودَ زَبُورًا

یقیناً‌ وحی کړی وه مونږتاته په شان دهغی چه وحی کړی وه مونږ نوح علیه السلام ته اونوروپیغمبرانوته روستو دهغه نه، اووحی کړی وه مونږ ابراهیم علیه السلام ته او اسمٰعیل علیه السلام ته او اسحاق علیه السلام او یعقوب علیه السلام ته او اولاد دهغوی او عیسیٰ علیه السلام ته او ایوب علیه السلام ته او یونس علیه السلام او هارون علیه السلام اوسلیمان علیه السلام ته اوورکړی دی مونږ داؤد علیه السلام ته زبور -

داجواب دهغه تیرشوی سوال دی - جواب تحقیقی دی ، مطلب دادی چه وحی ددی نبی ﷺ د تیرشوو انبیاء علیهم السلام په شان ده مقصد دټولو توحید دی اودفع دعذر دخلقو ده اوطریقه داچه په هغوی باندی لږه لږه وحی راتله سیوا دتورات نه نوپه دی پیغمیبر هم لږه لږه وحی راځی اوهرکله چه بیان دتوحید اورد دشرک د نوح علیه السلام نه شروع شوی وؤ نوپه دی آیت کښی ئی دهغه شروع اوکړه اولس (۱۰) انبیاء علیهم السلام ئی ذکر کړل اونور اجمالاً‌ (زَبُورًا) دائی جدا ذکرکړوځکه چه په هغی کښی احکام نه وؤ صرف حمدونه د اللّه تعالٰی او مواعظ وؤ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل