لَكِنِ الرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ مِنْهُمْ وَالْمُؤْمِنُونَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ وَالْمُقِيمِينَ الصَّلَاةَ وَالْمُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَالْمُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ أُولَئِكَ سَنُؤْتِيهِمْ أَجْرًا عَظِيمًا
لیکن پاخه په علم کښی ددوی نه اومؤمنان چه ایمان لری په هغه کتاب چه نازل کړی شوی دی تاته اوهغه چه نازل کړی شوی دی مخکښی ستانه او (شاباشی دی) په پاندی کؤونکو د مانځه اوورکؤونکی د زکوٰة اوایمان لرونکی په اللّه تعالٰی اوپه ورځ روستنئ دغه کسان خامخا ورکؤو به دوی ته ثواب لوی -
هرکله چه مخکښی آیاتونو کښی دظالمانوکافرانو ذکرئی اوکړو نواوس دهغوی مقابل او هغوی ته بشارت ذکر کوی (الرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ) هغه علماء دی چه په کتاب اللّه باندی پوره عمل کوی (وَالْمُقِيمِينَ) په حال دنصب کښی اشاره ده چه دا مخصوص دی په مدح سره اواهمیت د مونځ ته اشاره ده (سَنُؤْتِيهِمْ) سین دپاره دتاکید دی -