النساء ۱۶۱

وَأَخْذِهِمُ الرِّبَا وَقَدْ نُهُوا عَنْهُ وَأَكْلِهِمْ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا

اوپه سبب داخیستلو ددوی سود اویقیناً‌ دوی منع کړی شوی دی دهغی نه اوخوړل ددوی مالونه دخلقو په ناروا ، اوتیار کړی دی مونږ کافرانولره ددوی نه عذاب درد ناک -

په دی کښی دوه اسباب دتحریم ذکر دی (بِالْبَاطِلِ) هغه ټولی طریقی چه په هغی سره دبل چا مال حاصلیږی بغیر دشرعی طریقی نه غلا ، غصب، حیله گری وغیره په کښی داخل دی (مِنْهُمْ) په دی کښی اشاره ده چه دا خصلتونه اوبقا په کفرباندی په ټولو یهودیانو کښی نه وؤ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل