فَبِظُلْمٍ مِنَ الَّذِينَ هَادُوا حَرَّمْنَا عَلَيْهِمْ طَيِّبَاتٍ أُحِلَّتْ لَهُمْ وَبِصَدِّهِمْ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ كَثِيرًا
پس په سبب دظلم کولو دیهودیانو حرام کړی دی مونږپه دوی باندی مزیدار څیزونه چه حلال شوی ؤو دوی لره اوپه سبب دمنع کولو ددوی دلاری د اللّه تعالٰی نه ډیرخلقو لره -
دابیان دنورو اسبابو دی دپاره دتحریم دطیبات اومراد دطیبات بندول د مَن او سَلویٰ اوتحریم د چربئ اوهغه چه سوره انعام (۱۴۶) کښی دی اوخوشحالی او اطمینان په ژوند کښی -
فائده: ددی اسبابو په وجه په دی آمت باندی هم کله باران بندشی گرانی راشی ذلیل او مغلوب شی - اللّه تعالٰی دی مونږ ددی اعمالونه بچ کړی - آمین -