وَاللَّذَانِ يَأْتِيَانِهَا مِنْكُمْ فَآذُوهُمَا فَإِنْ تَابَا وَأَصْلَحَا فَأَعْرِضُوا عَنْهُمَا إِنَّ اللَّهَ كَانَ تَوَّابًا رَحِيمًا
اوهغه دوه کسان چه اوکړی بدکاری ستاسونه پس زورنه ورکړئ دوی لره پس که دوی توبه اوکړه اونیک ئی کړو عمل پس مخ واړوئ ددوی (زورنی) نه یقیناً اللّه تعالٰی دی توبه قبلوونکی رحم والا دی -
دی آیت کښی یومراد دادی چه دوه نارینه بدفعلی اوکړی نودوی لره ضرر ورکړئ په ملامت کولو، په زورنه، په وهلو، په قتلولو یاپه رجم کولو، اودوهلو، په نزد دبعضی اهل علمو په دی کارونوکښی هره یوه سزا جائز ده قاضی لره اختیار دی دوهم مراد دادی چه ښځی اوسړی زنااوکړه پس دوی لره هم زورنه ملامتیا ورکړئ (دحدنه علاوه) لیکن چه توبه اوباسی نوبیابه ملامتیا نه ورکوئ اگرچه حد نه معاف کیږی په توبی سره -