وَاللَّاتِي يَأْتِينَ الْفَاحِشَةَ مِنْ نِسَائِكُمْ فَاسْتَشْهِدُوا عَلَيْهِنَّ أَرْبَعَةً مِنْكُمْ فَإِنْ شَهِدُوا فَأَمْسِكُوهُنَّ فِي الْبُيُوتِ حَتَّى يَتَوَفَّاهُنَّ الْمَوْتُ أَوْ يَجْعَلَ اللَّهُ لَهُنَّ سَبِيلًا
اوهغه زنانه چه اوکړی بدکاری دزنانوستاسونه، پس گواهان اوغواړئ په دوی باندی څلور دنارینو ستاسونه پس که گواهی اوکړه دوی پس حصارئی کړئ دوی لره په کورونو کښی تردی چه واخلی دوی لره مرگ یامقرربه کړی اللّه تعالٰی دوی لره څه لار -
دا اتم حکم دی بندول دبدکارئ ، اومقصد په دی کښی دزنانوحفاظت او عصمت دی په دی آیت کښی صرف په کورونوکښی دساتلو ذکر دی دپاره دبچ کولو دبدکارئ نه - اود وهلو یا درجم کولو حکم ته انتظار وؤ - بیا هغه نازل شو، اودیته نسخ نه وائی - لفظ داربعة په تاسره دلالت کوی چه گواهان داثبات دزنا صرف سړی کیدی شی ځکه چه په قانون عربی کښی دمذکردپاره په اسم عدد کښی تاذکرکیږی (يَجْعَلَ اللَّهُ لَهُنَّ سَبِيلًا) مراد ددی نه حد دزنا دی په غیرشادی شده باندی سل دری اویوکال دپاره شړل اوپه شادی شده باندی رجم کول داسی په صحیح حدیث کښی ذکر دی -