النساء ۷

لِلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالْأَقْرَبُونَ وَلِلنِّسَاءِ نَصِيبٌ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالْأَقْرَبُونَ مِمَّا قَلَّ مِنْهُ أَوْ كَثُرَ نَصِيبًا مَفْرُوضًا

دپاره دنارینوبرخه ده دهغه مال نه چه پریخودلی وی مور اوپلار او خپلوانو دپاره دزنانوبرخه ده دهغه مال نه چه پری خودلی وی مور اوپلار او خپلوانو دهغه مال نه چه کم وی یازیات وی برخه ده مقرر کړی شوی -

داپنځم حکم دی حق دمیراث نارینه اوزنانه دواړو دپاره دی - دارد دی په ظلم دجاهلیت چه زنانوله ئی په میراث کښی حصه نه ورکوله - اوپه نارینو کښی به ئی وړو اوبوډاگانو او معذرینوته هم حصه دمیراث نه ورکوله (نَصِيبًا مَفْرُوضًا) اشاره ده چه حصی دمیراث دذوی الفروضو په قرآن او احادیثوکښی پوره مقرر کړی شوی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل