وَإِذَا حَضَرَ الْقِسْمَةَ أُولُو الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينُ فَارْزُقُوهُمْ مِنْهُ وَقُولُوا لَهُمْ قَوْلًا مَعْرُوفًا
اوکله چه حاضرشی دپاره دتقسیم طلب کولو خپلوان او یتیمان او مسکینان، پس خرچه ورکړئ دویته دهغی نه اووائی دوی ته وینانرمه -
داشپږم حکم دی مطلب دادی چه کله بعضی وارثان مسکینان او یتیمان وی اومال دمیراث کښی ځمکی جائیداد وغیره وی چه دهغی تقسیم زر نشی کیدی اودوی تلوار کوی نومتولی له ضروری ده چه ددوی له ددوی دحاجت موافق دهغی نه ورکړی اوورته اوائی چه نور تقسیم به بیا کوو اوپوره حصه به تالره روستو درکوؤم هرکله چه هغوی حاجت مند دی نودهغوی دحاجت پوره کولو دوجی نه داحکم لازم دی په دی معنیٰ سره ایت منسوخ نه دی (الْقِسْمَةَ) مراد ددی نه طلب دتقسیم دی (أُولُو الْقُرْبَى) مراد ددی نه هغه دی چه په میراث کښی دهغوی حصی وی -