وَابْتَلُوا الْيَتَامَى حَتَّى إِذَا بَلَغُوا النِّكَاحَ فَإِنْ آنَسْتُمْ مِنْهُمْ رُشْدًا فَادْفَعُوا إِلَيْهِمْ أَمْوَالَهُمْ وَلَا تَأْكُلُوهَا إِسْرَافًا وَبِدَارًا أَنْ يَكْبَرُوا وَمَنْ كَانَ غَنِيًّا فَلْيَسْتَعْفِفْ وَمَنْ كَانَ فَقِيرًا فَلْيَأْكُلْ بِالْمَعْرُوفِ فَإِذَا دَفَعْتُمْ إِلَيْهِمْ أَمْوَالَهُمْ فَأَشْهِدُوا عَلَيْهِمْ وَكَفَى بِاللَّهِ حَسِيبًا
اوآزمائښت کوئ په یتیمانو ترهغی چه کله اورسی وخت دنکاح ته پس که معلوم کړوتاسو ددوی نه هوښیاری پس ورکوئ دوی ته مالونه دهغوی اومه خورئ هغه په بی ځایه خرچ کولو اوپه جلتئ سره ددی ویری نه چه دوی به لوی شی اوڅوک چه وی مالدار پس بچ دِ شی (دمال دیتیم نه) اوڅوک چه وی محتاج پس خوراک دِ کوی (دهغی نه) په ښه طریقه پس کله چه ورکوئ دویته مالونه ددوی پس گواهان اونیسئ په دوی باندی اوپوره دی اللّه تعالٰی حساب کؤونکی -
دا آیت دمخکښی حکم تتمه ده چه سفهاؤ ته اویتیمانوته تربیت دمعاملاتو ورکوئ چه مال برباد نه کړی (فَلْيَأْكُلْ بِالْمَعْرُوفِ) یعنی کله چه متولی فقیر دیتیم په مال کښی دیتیم دپاره تصرفات کوی نودخپل کړاومناسب مزودری دمال دیتیم نه آخلی - اودامزدوری به مناسب وی دعرف دخلقو سره - (فَإِذَا دَفَعْتُمْ) یعنی چه روستو دبلوغ نه دوی ته مال ورکوئ نودگواهانوپه مخکښی ورکوئ -