النساء ۵

وَلَا تُؤْتُوا السُّفَهَاءَ أَمْوَالَكُمُ الَّتِي جَعَلَ اللَّهُ لَكُمْ قِيَامًا وَارْزُقُوهُمْ فِيهَا وَاكْسُوهُمْ وَقُولُوا لَهُمْ قَوْلًا مَعْرُوفًا

اومه ورکوئ‌ کم عقلوخلقوته مالونه دهغوی (چه تاسوسره وی) هغه چه گرځولی دی اللّه تعالٰی ستاسودپاره سبب دژوند، اوخرچه ورکوئ دوی له په هغی کښی اوجامه ورکوئ اووائي دوی ته وینا نیکه -

څلورم حکم دسفیهانوسره همدردی کول ځکه چه دهغوی عقل ضعیف دی اورد دی په جاهلیت والو باندی چه هغوی په سفیهانوباندی په قسماقسم طریقو سره ظلم کولو(أَمْوَالَكُمُ) هغه مالونه چه دهغوی دی لیکن ستاسوپه حفاظت کښی دی (قِيَامًا) یعنی مالونه په دنیاکښی سبب د معشیت دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل