النساء ۴

وَآتُوا النِّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً فَإِنْ طِبْنَ لَكُمْ عَنْ شَيْءٍ مِنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَرِيئًا

اوورکوئ زنانوته مهرونه دهغوی په خوشحالی سره پس که دوی په خوشحالی د زړه سره تاسوته دهغی نه څه معافی اوکړی پس خوری هغه په مزی سره بی نقصانه -

دریم حکم مهرورکول ښځوته ځکه دادهغوی حق دی - اورد دی په طریقه دجاهلیت باندی چه هغوی مهردښځو نه منلو یائی دهغوی نه ئی په زورسره واپس اخستلو (هَنِيئًا) هغه طعام دی چه په هغی کی برکت اوفائدی وی (مَرِيئًا) هغه طعام دی چه فساد دمعدی نه پیدا کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل