النساء ۳

وَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تُقْسِطُوا فِي الْيَتَامَى فَانْكِحُوا مَا طَابَ لَكُمْ مِنَ النِّسَاءِ مَثْنَى وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ذَلِكَ أَدْنَى أَلَّا تَعُولُوا

اوکه ویریږی تاسو چه انصاف به اونه کړئ په باره دیتیمانو جینکوکښی پس نکاح کوئ دهغی سره چه حلالی وی تاسولره دنورو زنانو نه دوه او دری اوڅلور پس که ویریږئ تاسو چه انصاف به اونه کړئ پس نکاح کوئ دیوی سره اویاگذاره کوئ‌ دهغی وینځی سره چه مالک وی ښی لاسونه ستاسو - داډیره نزدی ده چه ظلم به اونه کړئ -

دادوهم حکم دی انصاف دیتیمانو جینکوسره په باره دنکاح کښی اورد دی په طریقه دجاهلیت چه یتیمانو جینکوسره به ئی نکاح کوؤ اودهغوی حق به ئی نه ورکوؤ نو اللّه تعالٰی حکم اوکړو چه هرکله دیتیمانو جینکوسره دظلم نه ویریږئ‌ نوغیردیتامیٰ نه نورو سره نکاح کوئ اوآیت کښی نور توجیهات هم شته دی دآیت دلیل دی په دی خبره چه دڅلورو ښځونه زیاتی کول نه دی جائز ځکه چه په عربئ‌ ژبه کښی درباع نه په بره عدد نیشته یعنی خماس سداس نه وئیلی کیږی دارنگ بخاری وئيلی دی (أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ) مراد ددی نه وینځی دی چه په خپله مملوکه وی نوبغیردنکاح نه جائز ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل