آل عمران ۱۹۰

إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لَآيَاتٍ لِأُولِي الْأَلْبَابِ

یقیناُ‌ په پیدائش دآسمانونو اودځمکه کښی اوتلوراتلو دشپی اوورځ کښی ډیردلیلونه دی صفا عقل والؤلره -

په دی آیت کښی دلیل عقلی دی په توحید باندی (لَآيَاتٍ) دتوحید او دحکمت اوقدرت اوحاکمیت دهغه دلیلونه دی (لِأُولِي الْأَلْبَابِ) خالص او پاک عقل والا ددوی دپاره مختصردلیلونه کافی دی اوعام عقل والادپاره تفصیل ضروری دی لکه په سورة بقره (۱۶۴) کښی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل