آل عمران ۱۸۹

وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ

اوخاص اللّه تعالٰی لره بادشاهی دآسمانونو اود ځمکی ده او اللّه تعالٰی په هرڅیزقدرت والا دی -

ددی ځای نه ترآخره پوری دریم باب دی په دی کښی اعاده دڅلورو مضامینو ده - توحید، رسالت ، انفاق اوصفات دنیکانو دی لس، اوڅلوردعاگانی دی - په دی آیت کښی مسئله دتوحید ده چه واکدار او اختیارمند صرف اللّه تعالٰی دی اورد دی په شرک فی التصرف باندی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل