لَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَفْرَحُونَ بِمَا أَتَوْا وَيُحِبُّونَ أَنْ يُحْمَدُوا بِمَا لَمْ يَفْعَلُوا فَلَا تَحْسَبَنَّهُمْ بِمَفَازَةٍ مِنَ الْعَذَابِ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
گمان مه کوه په هغه کسانو چه خوشحالیږی په هغه کارچه کوی (حق پټول) اوغواړی چه صفت اوکړی شی ددوی په هغه کارچه دوی نه دی کړی پس گمان مه کوه په دوی باندی په بچ کیدلوسره دعذاب نه ، اودپاره ددوی عذاب دردناک دی -
دی آیت کښی هم زورنه ده پټوونکو دحق ته چه حق پټوی اوطمع لری چه خلق دِ مونږته حق پرست اوائی (يَفْرَحُونَ) مراد ددی نه خوشحالی دتکبرکولو ده (بِمَا أَتَوْا) مراد ددی نه حق پټول او دنیاپرستی کول دی (بِمَا لَمْ يَفْعَلُوا) حق ښکاره کول یعنی حق ئی نه دی بیان کړی اوخیال ئی دادی چه خلق دِ مونږ ته حق پرست اوائی -