آل عمران ۱۸۷

وَإِذْ أَخَذَ اللَّهُ مِيثَاقَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ لَتُبَيِّنُنَّهُ لِلنَّاسِ وَلَا تَكْتُمُونَهُ فَنَبَذُوهُ وَرَاءَ ظُهُورِهِمْ وَاشْتَرَوْا بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا فَبِئْسَ مَا يَشْتَرُونَ

اوکوم وخت چه واخیستو اللّه تعالٰی پوخ لوظ دهغه کسانونه چه ورکړی شوی دی دوی ته کتاب خامخا تشریح به کوئ ددی خلقوته اونه به پټوی دی لره پس اوغورځوو دوی دشاگانو خپلونه اوواخیستو دوی په هغی سره عوض لږ (دنیا) پس بد دی هغه چه دوی اخلی -

په دی کښی بیان ددریم قباحت دی چه هغه کتاب اللّه پټول دی اوپه هغی دنیا گټل دی (فَنَبَذُوهُ وَرَاءَ ظُهُورِهِمْ) شاته غورځولو نه مراد عمل پریخودل دی اوحکم ددی ایتونو ددی امت علماؤ ته هم شامل دی چه حق پټوی اوحق نه بیانوی اودحق په بدله کښی دنیاغوره کوی (لَتُبَيِّنُنَّهُ) تبیان پوره شرح کولو ته وئیلی شی صرف معنیٰ اوترجمه کول تبیان نه دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل