لَتُبْلَوُنَّ فِي أَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ وَلَتَسْمَعُنَّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَمِنَ الَّذِينَ أَشْرَكُوا أَذًى كَثِيرًا وَإِنْ تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا فَإِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ
خامخا ازمیښت به اوکړی شی په تاسوباندی په مالونوستاسوکښی اونفسونوستاسوکښی اوخامخابه واورئ تاسو دهغه کسانونه چه ورکړی شوی ورته کتاب مخکښی ستاسونه اوهغه کسانونه چه شرک ئی کړی دی بده وینا ډیره اوکه صبراوکړو تاسو اوځان هم بچ کړو دگناه نه پس یقیناً داد پخو (اودضروری) کارونو نه دی -
دی آیت کښی هم تشجیع ده به جهاد اوانفاق فی سبیل اللّه باندی (عَزْمِ الْأُمُورِ) هغه کارونه چه په شرع کښی فرض وی اوانبیاء په هغی باندی عمل کړی وی (أَذًى كَثِيرًا) کنځل کول بهتانونه تړل اوددین په باره کښی باطل اعتراضونه کول داخل دی په اذی کښی -