آل عمران ۱۸۵

كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَمَنْ زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا مَتَاعُ الْغُرُورِ

هرساه والا څکونکی دمرگ دی، اویقیناً پوره به ورکړی شی تاسوته ثوابونه ستاسو په ورځ دقیامت، پس څوک چه لری کړی شو داورنه او داخل کړی شو جنت ته پس یقیناً‌ کامیاب شو، اونه دی ژوند دنیوی مگرسامان ددهوکی دی -

ددی آیت په اوله جمله کښی تشجیع ده په جهاد باندی اوپه آخره جمله کښی ترغیب دی دانفاق فی سبیل اللّه ، اوپه مینځ کښی زیری دی دپاره دصبرناکومجاهدینو (مَتَاعُ الْغُرُورِ) یعنی محبت دژوند دنیوی غفلت پیدا کوی داعمالو دآخرت نه (كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ) په دی کښی هم تردید دی په عقیده نصاریٰ باندی هغوی وائی چه مرگ راتلل نتیجه دگناهونو ده نودوی وائی چه کوم حق نبی اوولی وی نوپه هغوی باندی مرگ نه راځی نفس، په معنیٰ دساوالا (جاندار) موت، روح جداکیدل دبدن نه اوداجدائی مرگ دبدن اوروح دواړو ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل