آل عمران ۱۸۴

فَإِنْ كَذَّبُوكَ فَقَدْ كُذِّبَ رُسُلٌ مِنْ قَبْلِكَ جَاءُوا بِالْبَيِّنَاتِ وَالزُّبُرِ وَالْكِتَابِ الْمُنِيرِ

پس که دوی تاته دروغژن وائی (صبرکوه) چه دروغژن وئیلی شوی دی ډیرو رسولانو ته ستانه مخکښی راوړی ؤو هغوی ښکاره دلیلونه (عقلی) اوواړه کتابونه اولوی کتاب رنړا کؤونکی -

په دی کښی تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته (بَيِّنَاتِ) هغه دلیلونه عقلی یقینی دی داثبات دمسئلی دتوحید دپاره (زُّبُرِ) هغه کتابونه چه په هغی کښی وعظونه دی اوتخویف زجرونه دی اودادلیل نقلی ته اشاره ده (وَالْكِتَابِ الْمُنِيرِ ) غټ کتاب د اللّه تعالٰی دی چه مشتمل دی په احکاموباندی اوپه دی کښی اشاره ده دلیل وحی ته - دارنگ بَيِّنَاتِ دعامو خلقو دپاره وی اوزبرددرمیانه خلقو دپاره دی اوکتاب منیردخاص خلقودپاره دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل