آل عمران ۱۸۳

الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ عَهِدَ إِلَيْنَا أَلَّا نُؤْمِنَ لِرَسُولٍ حَتَّى يَأْتِيَنَا بِقُرْبَانٍ تَأْكُلُهُ النَّارُ قُلْ قَدْ جَاءَكُمْ رُسُلٌ مِنْ قَبْلِي بِالْبَيِّنَاتِ وَبِالَّذِي قُلْتُمْ فَلِمَ قَتَلْتُمُوهُمْ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ

داهغه کسان دی چه وائی دوی یقیناً‌ اللّه تعالٰی حکم کړی دی مونږته چه ایمان به نه راوړو په رسول باندی تردی چه راوړی قربانی چه خوری هغی لره اور ، اوایه یقیناً‌ راغلي دی تاسوته ډیررسولان ځمانه مخکښی په ښکاره دلیلونو سره اوپه هغه شی چه تاسو وائی پس ولی تاسو وژل دوی لره که تاسو رشتینی ئی -

دادوهم قباحت ددوی ذکرکوی دوی دآخری رسول نه په یودروغ عذر سره انکار کوؤ چه زمونږپه کتاب کښی داحکم دی چه دهررسول قربانی به په اور سره سوزی، اوددی رسول قربانی په فقیرانو تقسیم کیږی په دی کښی مقصد ددوی مخالفت کول وؤ دانفاق فی سبیل اللّه نه اوداباطل ځکه دی چه تورات کښی ددی لفظ سره د بنی اسرائیل ذکر وؤ یعنی نبی دبنی اسرائیلودانښه ده لیکن دوی د مقید نه مطلق جوړکړی وؤاو لفظ دبنی اسرائیلو ئی لری کړو (بِقُرْبَانٍ) هرهغه څیزچه په هغی سره اللّه تعالٰی ته نزدیکت حاصلیږی اواکثراستعمالیږی په مالی صدقاتو کښی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل