آل عمران ۱۹۱

الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللَّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَى جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَذَا بَاطِلًا سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ

دوی داسی خلق دی چه یادوی اللّه تعالٰی په ولاړی اوپه ناستی اوپه ډډو خپلوباندی اوفکرکوی په پیدائش دآسمانونو اودځمکه کښی (وائی دوی) ای ربه ځمونږنه دی پیداکړی تا دابی فائدی پاکی ده ستا پس بچ کړی مونږدعذاب داورنه -

په دی کښی پنځه صفات دی (۱) ذکرد اللّه تعالٰی په ولاړی (۲) په ناستی (۳) په ډډه (۴) فکرکول (۵) دعاگانی غوختل (قِيَامًا وَقُعُودًا) مراد ددی نه ذکرد الٰهی همیشه کول دی ځکه چه دانسان اکثردغه دری حالتونه وی - یامراد دذکرنه لمونځ کول دی اودا دری حالتونه په اعتبار دصحت اومرض سره دی (يَتَفَكَّرُونَ) تفکر نه مراد دلیلونه او حکمتونه راویستل دی (رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ) ددی په سرکښی یقولون پټ مراد دی اودا نتیجه دفکر صحیح ده (فَقِنَا) اشاره ده چه توحید (سُبْحَانَكَ) سبب دی دبچ کیدلو دجهنم نه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل