آل عمران ۱۶۱

وَمَا كَانَ لِنَبِيٍّ أَنْ يَغُلَّ وَمَنْ يَغْلُلْ يَأْتِ بِمَا غَلَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ثُمَّ تُوَفَّى كُلُّ نَفْسٍ مَا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ

اونه دی لائق دشان د نبی ﷺ سره چه خیانت اوکړی اوچاچه خیانت اوکړو نو رابشی دهغه څیزسره چه خیانت کړی وی په ورځ دقیامت بیاپه پوره ورکړی شی هرچاته بدله دهغه عمل چه ده کړی وی اوپه دوی به ظلم نشی کیدی -

دادوهم صفت د نبی ﷺ دی اومقصد دادی چه مؤمنانوله نه دی جائز چه نسبت دخیانت نبی ﷺ ته کوی اورد دی په هغه منافقانوباندی چه نبی ته نسبت دغلول کوی لکه شیعگان چه نبی ته نسبت کوی چه هغه بعضی وحی پټه کړی ده - غلول، خیانت کول په امانت کښی اوپه مال دغنیمت کښی اودمسلمانانوپه مشترکه مال کښی دارنگ غلول وحی اوعلم پټولوته وائی اواشاره دیته ده چه نبی ﷺ چه صحابوته په ظاهر معافی اوکړو نوپه زړه کښی هم دهغوی نه رضا دی ځکه که زړه رضا نشی نوداخوغولول دی (يَأْتِ بِمَا غَلَّ) حدیث کښی راغلی دی چه چادیو څاروی خیانت کړی وی نوپه میدات قیامت کښی په دده په څټ باندی سوروی اوکه کپړه پټه کړی وی یابل څه شی نودهغی هم داحال به وی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل