إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ وَإِنْ يَخْذُلْكُمْ فَمَنْ ذَا الَّذِي يَنْصُرُكُمْ مِنْ بَعْدِهِ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ
که امداد اوکړی تاسو سره اللّه تعالٰی پس نیشته زورآورپه تاسوباندی اوکه پری دی اللّه تعالٰی تاسو پس څوک دی هغه کس چه امداد به اوکړی ستاسو سره روستو دهغه نه اوخاص په اللّه تعالٰی دی ځان اوسپاری مؤمنان -
داآیت دلیل دی دتوکل علی اللّه چه په مخکښی آیت کښی خاص کړی شو په اللّه تعالٰی پوری اورددی په شرک فی التصرف باندی (وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ) په اولوجملوکښی ذکردعقیدی د توحید دی اوهغه ایمان دی ددی وجی نه مؤمنون ئی ذکر کړو -