آل عمران ۱۵۹

فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللَّهِ لِنْتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنْتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانْفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ

پس په وجه درحمت د اللّه تعالٰی نرم ئی ته دوی ته اوکه وی ته بدژبی سخت زړی نوضرور دوی به خواره شوی ؤو ستا چاپیره نه پس معافی اوکړه ددوینه اوبخنه اوغواړه دپاره ددوی اومشوره غواړه ددوی نه په کارکښی ، پس کله چه قصد اوکړی د کولو دکارځان اوسپاره په اللّه تعالٰی باندی یقیناً‌ اللّه تعالٰی مینه کوی دتوکل کؤونکو سره -

په دی آیت کښی صفت د نبی ﷺ دی چه دهغه اخلاق نرم وؤ اشاره ده چه امیردجهاد له هم داسی صفات په کار دی اوپه دی کښی دصحابوشان هم ذکر دی اگرچه احد کښی دهغوی نه غلطی شوی وه - (فَبِمَا رَحْمَةٍ) اشاره ده چه نبی ﷺ په خپلواوصافوکښی د اللّه تعالٰی رحمت ته محتاج دی - توکل معنیٰ معالم التنزیل داسی لیکلی ده، چه نه گنړی مددگار بغیرد اللّه تعالٰی نه اونه رازق بغیر دهغه نه - اونه دخپلو ټولو حالاتو خبردار بغیر داللّه تعالٰی نه - دارنگ توکل استعمال داسبابو دی موافق دحکم شرعی سره اواعتمادکول په اللّه تعالٰی باندی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل