وَلَئِنْ مُتُّمْ أَوْ قُتِلْتُمْ لَإِلَى اللَّهِ تُحْشَرُونَ
اوکه مړه شوی تاسو او ووژلی شوئ تاسو ضرور اللّه تعالٰی به جمع کړی تاسو -
په دی آیت کښی دعام مرگ اوقتل ذکردی اگرچه فی سبیل اللّه نه وی اوهرکله چه په جهاد کښی شهادت (قتل) ډیروی دخپل مرگ نه نومخکی آیت کښی قتل اول راوړو اوپه عاموحالاتوکښی خپل مرگ ډیروی دقتل نه نوپه دی آیت کښی مرگ مخکښی ذکر کړی دی اوئیلی شوی دی چه په دواړه آیتونوکښی دری قسمه خلقو ته اشاره ده یوقسم خلق عمل کوی دمغفرت دگناهونو دپاره دوهم قسم خلق عمل کوی دحصول دجنت دپاره اودریم قسم عمل کوی دپارهد دحصول ددیدار الٰهی -