وَلَئِنْ قُتِلْتُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَوْ مُتُّمْ لَمَغْفِرَةٌ مِنَ اللَّهِ وَرَحْمَةٌ خَيْرٌ مِمَّا يَجْمَعُونَ
اوکه اووژلی شوئ تاسوپه لارد اللّه تعالٰی کښی یامړه شوئ نوبخنه دطرف د اللّه تعالٰی نه اوثوابونه غوره دی دهغه (مالونو) نه چه دوی ئی جمع کوی -
هرکله چه منافقانو شهادت او مرگ فی سبیل اللّه بد گنړلو اودهغی نه ئی خلق منع کول نوپه دی آیت کښی ئی دشهادت طرف ته ترغیب ورکړو (وَرَحْمَةٌ) خاص ثوابونه چه په هغی کښی حصول د جنت هم داخل دی -