يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ كَفَرُوا وَقَالُوا لِإِخْوَانِهِمْ إِذَا ضَرَبُوا فِي الْأَرْضِ أَوْ كَانُوا غُزًّى لَوْ كَانُوا عِنْدَنَا مَا مَاتُوا وَمَا قُتِلُوا لِيَجْعَلَ اللَّهُ ذَلِكَ حَسْرَةً فِي قُلُوبِهِمْ وَاللَّهُ يُحْيِي وَيُمِيتُ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ
ای ایمان والو: مه کیږئ په شان دهغه چا چه کفرئی کړی دی (په نفاق سره) اووائی په باره دخپلو (نسبیانو کښی) کله چه هغوی سفراوکړی په ځمکه کښی یاوی هغوی غزا کؤونکی که چیری وی دوی زمونږپه خوا کښی نه به مړه کیدل اونه به وژلی کیدی - دی دپاره چه اگرځوی اللّه تعالٰی داخبره ارمان په زړونو ددوی کښی او اللّه تعالٰی ژوندی کول کوی اومړه کول کوی او اللّه تعالٰی ستاسو عملونه وینی -
په دی کښی تعلیم دحسن خلق دی دپاره ددفع کولودهزیمت هغه داچه منافقانو سره تشبیه مه کوئ په اقوالوکښی اوخاص په استعمالولو دکلمی د لو په مقابله دتقدیرکښی (لِيَجْعَلَ اللَّهُ) لام دعاقبت دی دلاتکونوا دپاره یعنی ددوی دوینا عاقبت به صرف افسوس او ارمان وی بله فائده ئی نیشته یالام علت دی متعلق د لاتکونوا سره اوذالک اشاره ده نه منلودخبری دمنافقانو ته -