آل عمران ۱۵۵

إِنَّ الَّذِينَ تَوَلَّوْا مِنْكُمْ يَوْمَ الْتَقَى الْجَمْعَانِ إِنَّمَا اسْتَزَلَّهُمُ الشَّيْطَانُ بِبَعْضِ مَا كَسَبُوا وَلَقَدْ عَفَا اللَّهُ عَنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ حَلِيمٌ

یقیناً‌ هغه خلق چه واپس اوگرځیدل ستاسودمیدان نه په هغه ورځ چه مخامخ شوی دوه ډلی یقیناً‌ خویلی دی دوی لره شیطان په سبب دبعضی هغه عملونو چه دوی کړی دی اویقیناً‌ معافی کړی دی اللّه تعالٰی دوی ته یقیناً‌ اللّه تعالٰی بخنه کؤونکی دی صبرناک دی -

په دی کښی تسلی ده صحانه کراموته په معافی کولودهغه چه دوی دمیدان احدنه تختیدلی وؤ (بِبَعْضِ مَا كَسَبُوا) مراد ددی نه هغه عمل دی چه په (۱۵۲) کښی ذکروؤ اودادلیل دی چه یوگناه سبب گرځی دبل گناه دپاره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل