أَفَمَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَ اللَّهِ كَمَنْ بَاءَ بِسَخَطٍ مِنَ اللَّهِ وَمَأْوَاهُ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ
آیا پس څوک چه تابعداروی درضا د اللّه تعالٰی په شان دهغه چا دی چه اخته شوی وی په غضب د اللّه تعالٰی اوځای دده جهنم دی ، اوبد دی ځای دورتللو دا جهنم -
یعنی خیانت نه بچ کیدونکی په رضا د اللّه تعالٰی پسی روان دی اوخیانت گرپه غضب د اللّه تعالٰی اخته وی نودواړه یوشان نشی کیدی -