آل عمران ۱۵۲

وَلَقَدْ صَدَقَكُمُ اللَّهُ وَعْدَهُ إِذْ تَحُسُّونَهُمْ بِإِذْنِهِ حَتَّى إِذَا فَشِلْتُمْ وَتَنَازَعْتُمْ فِي الْأَمْرِ وَعَصَيْتُمْ مِنْ بَعْدِ مَا أَرَاكُمْ مَا تُحِبُّونَ مِنْكُمْ مَنْ يُرِيدُ الدُّنْيَا وَمِنْكُمْ مَنْ يُرِيدُ الْآخِرَةَ ثُمَّ صَرَفَكُمْ عَنْهُمْ لِيَبْتَلِيَكُمْ وَلَقَدْ عَفَا عَنْكُمْ وَاللَّهُ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ

اویقیناً‌ پوره کړی ده تاسو سره اللّه تعالٰی لوظ خپل کووخت چه وژل تاسو دوی لره په حکم د اللّه تعالٰی ترهغی پوری چه کله کمزوری شوئ‌ تاسو او جگړه اوکړه تاسو په حکم دپیغمبرکښی اوخلاف هم اوکړو دحکم د نبی ﷺ نه روستو دهغی چه اوخودو اللّه تعالٰی تاسوته هغه شی چه تاسو خوخوو (غنیمت اومدد) بعضی ستاسونه هغه ؤو چه طلب ئی کؤو ددنیا اوبعضی ستاسونه هغه ؤو چه طلب ئی کؤو دآخرت ، بیااوگرځول اللّه تعالٰی تاسولره دهغوی نه دی دپاره چه ازمیښت اوکړی ستاسو اویقیناً‌ معافی اوکړو اللّه تعالٰی ستاسونه او اللّه تعالٰی فضل والادی په مؤمنانوباندی -

دا تحقیقی جواب دی دسوال دمنافقانو چه په احد کښی ولی اللّه تعالٰی مدد اونکړو او شکست اوشو حاصل د جواب دادی چه اللّه تعالٰی په اوله دفعه کښی په احد کښی مدد کړی وؤ مؤمنان غالب شوی وؤ غنیمتونه ئی راټولول لیکن ددی نقصاناتو په وجه سره هزیمت راغی - فشل، تنازع، عصیان - (مَا تُحِبُّونَ) مراد ددی نه فتح او غنیمت دی اودا محبوب وؤ دصحابه کرامو لکه په سورة صف (۱۳) کښی دی دنیا مراد نه ده بلکه د دنیاسره ئی صرف اراده ذکرکړی ده محبت ئی نه دی ذکر کړی (وَلَقَدْ عَفَا ) دصحابو ددغی غلطئ معافی په نص قطعی سره ثابت ده نوڅوک چه بیاهم صحابوپسی طعن کوی نوهغه ملعون دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل