آل عمران ۱۵۱

سَنُلْقِي فِي قُلُوبِ الَّذِينَ كَفَرُوا الرُّعْبَ بِمَا أَشْرَكُوا بِاللَّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ سُلْطَانًا وَمَأْوَاهُمُ النَّارُ وَبِئْسَ مَثْوَى الظَّالِمِينَ

خامخا اچؤو مونږ په زړونو دکافرانو کښی هیبت په سبب ددی چه دوی برخی والا جوړکړی دی د اللّه تعالٰی سره هغه څوک چه نه دی رالیږلی اللّه تعالٰی په شرکت دهغوی باندی هیڅ دلیل اوځای دورتللوددوی اوردی اوناکاره ځای داوسیدلودمشرکانودی -

دامثال د ولایت اونصرت الٰهی دی چه کافران اگرچه ډیروی اوطاقتور وی لیکن دهغوی په زړونوکښی رعب واچولی شی لکه دغزوه احد دفراغ نه روستو کافرانو ددوباره حملی اراده کړی وه لیکن درعب دوجی نه روستوشول اوسبب ددی شرک دی (مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ سُلْطَانًا) په دی کښی اشاره ده چه د اثبات دشریک د اللّه تعالٰی دپاره دلیل صحیح منزل په کار دی اوپه شرک باندی داسی دلیل نیشته کوم چه جاهلان ذکرکوی نوهغه خوبونه، خپل خیالات، دمشرانو خبری اوقصی دی په هغی سره دین نه ثابتیږی - مأوٰی او مَثوٰی کښی فرق دادی چه ماویٰ ځای دورتللوته وئیلی شی که اوسیدل پکښی وی اوکه نه وی اومَثوٰی ځای دقیام او اوسیدلوته وئیلی شی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل