إِذْ تُصْعِدُونَ وَلَا تَلْوُونَ عَلَى أَحَدٍ وَالرَّسُولُ يَدْعُوكُمْ فِي أُخْرَاكُمْ فَأَثَابَكُمْ غَمًّا بِغَمٍّ لِكَيْلَا تَحْزَنُوا عَلَى مَا فَاتَكُمْ وَلَا مَا أَصَابَكُمْ وَاللَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ
کوم وخت چه روان وئی تاسومدینی طرف ته اوشاته نه کتل تاسو هیچ چاته اورسول آواز کؤوتاسوته روستو ستاسونه پس بدل ئی درکړو تاسوته غم په بل غم دپاره ددی چه نشئ غمژن په هغه څه پسی چه فوت شو ستاسونه اونه په هغه څه چه اورسیدو تاسوته او اللّه تعالٰی خبردار دی په هغه چه کوئ تاسو -
داتفصیل دصرفکم دی (تُصْعِدُونَ) داصعاد نه دی اواصعادپه همواره ځمکه باندی تلل اوصعدوئیلی کیږی بره ختلوته (فَأَثَابَكُمْ غَمًّا بِغَمٍّ) باپه معنیٰ دمع ده یوغم دبل غم سره یعنی ډیر غمونه یاباسببیه ده غم په سبب دخفه کولو ستاسو نبی ﷺ لره (په مخالفت دامردهِِغه سره) (لِكَيْلَا تَحْزَنُوا) په دی کښی ډیراقوال دی اول دامتعلق دی په لقدعفاعنکم پوری دوهم دامتعلق دی اثابکم پوری اوپه دواړه قولونوسره لازائد دی دریم داچه متعلق دی په اثابکم پوری لیکن بغم نه مراد په سبب دخفه کولو ستاسو نبی ﷺ لره او غَمًّا نه مراد آورول دی دمرگ د نبی ﷺ لکیلاتحزنوا یعنی په آوریدلو دوفات د نبی ﷺ دنورو مصیبتونو غمونه زائله شول -