آل عمران ۱۴۶

وَكَأَيِّنْ مِنْ نَبِيٍّ قَاتَلَ مَعَهُ رِبِّيُّونَ كَثِيرٌ فَمَا وَهَنُوا لِمَا أَصَابَهُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَمَا ضَعُفُوا وَمَا اسْتَكَانُوا وَاللَّهُ يُحِبُّ الصَّابِرِينَ

اوډیرپیغمبرانو جنگونه کړی دی ددوی په ملکرتیا کښی خدائی ډلی ډیری وی پس سست نشو (دجهادکولونه) دوجی دتکلیفونونه چه اورسیدل دوی ته په لار د اللّه تعالٰی کښی اونه کمزوری شوی وؤپه مقابله د دشمن کښی اونه ؤو تایع شوی دشمن ته او اللّه تعالٰی مینه کوی دصبرناکوسره -

په دی کښی تنبیه ده چه قتال دډیرانبیاء علیهم السلام سنت دی سره دصالحینو ملگرو دهغوی نه اوپه هغوی کښی دادری صفات صلبیه وؤ - وهن او ضعف او استکانت نه ځان ساتل اوداتعریف دصبردی - نوپه دی کښی تعلیم دی مجاهدینو ته ددی دری اخلاق حسنه سلبیه (وهن) پریخودل دجهاد دوجی دتکالیفو او (ضعف) کمزوری دقوت او سستی کول او ( استکانت) دشمن ته تابع کیدل دپاره دآسانتیا -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل