آل عمران ۱۴۵

وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَنْ تَمُوتَ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ كِتَابًا مُؤَجَّلًا وَمَنْ يُرِدْ ثَوَابَ الدُّنْيَا نُؤْتِهِ مِنْهَا وَمَنْ يُرِدْ ثَوَابَ الْآخِرَةِ نُؤْتِهِ مِنْهَا وَسَنَجْزِي الشَّاكِرِينَ

اونه ده ممکن یونفس لره چه مړشی بغیرداجازت د اللّه تعالٰی نه لیکل دی مقرر اوڅوک چه غواړی (په عمل خپل) بدله ددنیا مونږ ورکؤوده ته هغی نه ، اوڅوک چه غواړی بدله دآخرت (په عمل خپل سره) وربه کړو ده ته هغی نه اوخامخا بدله به ورکړو شکرگذاروته (چه دآخرت په نیت عمل کوی) -

په دی آیت کښی تنبیه ده چه مرگ په نیټه باندی راځی نو دجهاد نه دمرگ په ویره سره پاتی کیدل جائز نه دی اوجهاد اوهرعمل د خیردآخرت په نیت سره کوئ اوداتعلیم دبل خُلقِ حسن دی (وَمَنْ يُرِدْ) چاچه اراده اوکړه په عمل دخیرسره بدله ددنیا (الشَّاكِرِينَ) دلته هغه څوک مراد دی چه عمل دخیرپه نیت د آخرت سره کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل