آل عمران ۱۴۴

وَمَا مُحَمَّدٌ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ أَفَإِنْ مَاتَ أَوْ قُتِلَ انْقَلَبْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ وَمَنْ يَنْقَلِبْ عَلَى عَقِبَيْهِ فَلَنْ يَضُرَّ اللَّهَ شَيْئًا وَسَيَجْزِي اللَّهُ الشَّاكِرِينَ

اونه دی محمد ﷺ مگررسول دی یقیناً‌ تیرشوی دی مخکښی دهغی نه رسولان آیاپس که دی مړشو یا اووژلی شو اوړی به تاسو په پوندو خپلو باندی اوڅوک چه واوړیدلو په پوندو خپلوباندی پس هیچ چیری ضررنشی ورکولی اللّه تعالٰی ته هیڅ څیز اوزر دی چه بدله به ورکړی اللّه تعالٰی ثابت قدمو ته -

په دی آیت کښی تنبیه ده مؤمنانوته چه دامیرپه اعتماد باندی کارمه کوئ بلکه توکل په اللّه تعالٰی باندی کوئ ځکه امیراگرچه نبی وی هغه باندی مرگ راځی اوپه اللّه تعالٰی باندی هیچ چیری مرگ اوفنا نه راځی - اوپه دی آیت کښی تعلیم دبل ښائسته خوی دی دپاره ددفع دهزیمت - اوداآیت ابوبکررضی اللّه عنه د نبی ﷺ دمرگ داثبات دپاره لوستلی وؤ (حدیث بخاری) (وَمَا مُحَمَّدٌ إِلَّا رَسُولٌ) داقصر اضافی دی یعنی محمد ﷺ خدای نه دی چه دمرگ نه بچ وی بلکه لوی صفت ئی رسالت دی اورسالت منافی نه دی دمرگ سره (قَدْ خَلَتْ) مراد ددی نه تیریدل دوخت دهغوی دی که څوک وفات شوی وی لکه اکثرپیغمبران یازمانه ئی تیره شوی وی اومړنه وی لکه عیسیٰ علیه السلام چه په احادیث متواتره سره دهغه ژوند ترقریب قیامت پوری ثابت دی (الشَّاكِرِينَ) دلته مراد ددی نه هغه څوک دی چه په وقت دوفات د نبی ﷺ کښی ثابت قدم وؤ لکه ابوبکررضی اللّه عنه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل