وَلَقَدْ كُنْتُمْ تَمَنَّوْنَ الْمَوْتَ مِنْ قَبْلِ أَنْ تَلْقَوْهُ فَقَدْ رَأَيْتُمُوهُ وَأَنْتُمْ تَنْظُرُونَ
اویقیناً ارمان کؤو تاسو دشهادت مخکښی دمخامخ کیدلو دهغی نه پس یقیناً اولیدو تاسو هغه او تاسوکتل -
په دی کښی ذکر دبل حکمت دی یعنی تاسو مرگ دشهادت دبدردغزوه نه روستوغوښتلی وؤنو اللّه تعالٰی تاسو له په احد کښی داتمناپوره کړه ( تَمَنَّوْنَ الْمَوْتَ) موت نه مراد شهادت دی ځکه تمنادصرف مرگ په حدیث صحیح کښی منع کړی شوی ده اوتمنیٰ دشهادت کښی اجر دی -